Job Description
Job Summary
د دندې موخه: د وزارتونو/ادارو د عوایدو راټولو او دخدمتونو د وړاندې کولو د بهیر مطالعه، څیړنه، ارزونه او د موندل شو ستونزو او ننګونو لپاره د حل لارو پیدا کول
Job Requirements
مسؤلیتونه او دندې:
اساسي دندې:
د پلان مطابق د وزارتونو/ ادارو د مرکز او ولایتونو د غیر مالیاتي عوایدو د سرچینو په اړه د معلوماتو راټولول، مطالعه، تحلیل او ارزونه تر سره کول.
د غیرمالیاتي عوایدو د راټولولو په بهیر کي د ننګونو او انحرافاتو موندل، د شفافیت او د عوایدو د زیاتوالي لپاره هر اړخیزی حل لارې په ګوته کول.
د ا.ا.ا د پالیسي مطابق د وزارتونو/ادارو د مرکز او ولایتونو د خدمتونو وړاندې کولو د کیفیت په اړه مطالعه څیړنه او ارزونه تر سره کول.
د خدمتونو د کیفیت د لوړوالي لپاره د موجوده ستونزو پېژندنه او د یادو ستونزو د حل لپاره عملي لارې وړاندې کول.
د عوایدو د شفافیت، مؤثریت او زیاتوالي په اړه د دقیقو معلوماتو او تحقیق په اساس د تصمیم نیونې لپاره مشورې او سپارښتنې وړاندې کول.
په وزارتونو/ادارو کې د ترسره شوی مطالعې څیړنې او ارزونې په راپور کې د حل لارو د تطبیق تعقیبول.
د نورو هیوادونو د غیرمالیاتي عوایدو، او د خدمتونو د وړاندې کولو د سکتور په اړه مطالعه او تحقیق ترسره کول، د دې هیوادونو د تجربو څخه په افغانستان کې د شرایطو او د ا.ا.ا پالیسي مطابق د غیرمالیاتي عوایدو د زیاتوالي لپاره استفاده ترسره کول.
د راټول شوو معلوماتو محرمیت ساتل او د غیرمالیاتي عوایدو ریاست ته د خپل فعالیتونو د نتایجو په اړه میاشتنی او ربعوار راپور ورکول.
مدیریتي دندې:
د ټاکل شوو موخو په خپل وخت ترلاسه کولولو لپاره د ریاست له عمومي پلان سره سم د خپلو فعالیتونو لپاره د میاشتني، ربعوار او کلني کاري پلانونو ترتیبول.
د قوانینو، فرامین، احکامو، مصوباتو او مالیې وزارت د اهدافو مطابق د ذیصلاح آمرینو د هدایاتو سره سم د ټولو اړونده وظایفو ترسره کول.
د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې اړتیاوې تشخیص او د روزنیزو پروګرامونو وړاندیز کول.
د خپلو اړونده فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه میاشتني، ربعوار، کلني او د اړتیا پر مهال راپورونه ترتیبول.
د همغږي دندې:
د غیرمالیاتي عوایدو د زیاتوالي لپاره د وزارتونو/ادارو او د ریاست اړونده برخو سره همغږي کول.
د وزارتونو/ادارو د پلان مسؤلینو، د عوایدو د برخې کارمندانو سره د اړیکو ټینګول او د معلوماتو راټولولو لپاره د مهالویش ترتیبول.
د ګمارنې شرطونه:
د افغانستان تابعیت باید ولري.
سن یې د (۱۸) کلونو څخه کم او د (۶۴) څخه زیات نه وي.
د ا.ا.ا پالیسي ته ژمن، امین او متعهد وي
تحصیلیې سویه :
د اقتصاد، اداره ،تجارت، او مالي برخو کې دACCA /لسانس، ماسټري او دکتورا سند درلودل، چې د لوړو زده کړو وزارت لخوا تائید شوي وي.
کاري تجربه:
د لیسانس لپاره حد اقل (۷) کاله کاری تجربه په مالي،نظارت او ارزیابې برخو کې
د ماسټری لپاره حد اقل (۵) کاله کاری تجربه په مالی،نظارت او ارزیابی برخو کې
د دکتورا لپاره حد اقل (۲) کاله کاری تجربه په مالی،نظارت او ارزیابی برخو کې
لازمي مهارتونه:
د ابتکاري فعالیتونو د ترسره کولو وړتیا درلودل.
په رسمي ملي ژبو(پښتو او دري) باندې کامل تسلط درلودل.
په انګلیسي(English)ژبې باندې کامل تسلط درلودل.
د دندې اړوند فعالیتونو لپاره د کمپیوټرې مهارتونو درلودل.
External application
How to apply
Follow the organization’s instructions below. Fursaat does not collect an application for this ACBAR vacancy.
په شرایطو برابر متقاضیان د یواځې خپل غوښتنلیک او سی وی په یوه پی ډی ایف فایل کښی لاندی بریښنا لیک ته را وستوي
نوټ: د بریښنا لیک په عنوان کښی د بست نوم او ویکنسی نمبر ذکر کړۍ او د نورو اسنادو استول پدغه پړاو کښی اړین ندي!


